Home  »    » نامتوسندرغاړه غزاله جاويد اودهغې پلارخاوروته

نامتوسندرغاړه غزاله جاويد اودهغې پلارخاوروته سپارلےکيږى

نامتوسندرغاړه غزاله جاويد اودهغې پلارخاوروته سپارلےکيږى .

نامتوسندرغاړه غزاله جاويد اودهغې پلارخاوروته سپارلےکيږى

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړه  غزاله جاويد او د هغې پلار نن  سوات کښې خاورو  ته سپارلے کيږى غزاله جاويد او د هغې  پلار جاويد بيګاه  ناوخته  نامعلومه وسله والو  د پېښور ډبګرۍ سيمه کښې د کور دننه وژلې وو وئيلے کيږى چې غزاله جاويد يوې دستوره کښې ګډون  لپاره  د تلو تياري کوله   چې  ووژلے شوه  په  ابتدائى توګه  د غزاله  جاويد د وژلو وجوهات نه دى په ډاګه شوے ولې  مقامى تهاڼه کښې  د هغې  د خور فرحت جاويد په  بيان  پوليسو د غزاله جاويد پخوانى خاوند ملک جهانګير،سلام او نصير نومې کسانو خلاف مقدمه درج  کړېده 


د غزاله جاويد  او د هغې د پلار جاويد د جنازې مونځ   نن  سحر يولس بجې د مينګورې په  بڼړ طاهر آباد محله کښې ادا کولے شى غزاله جاويد د کال دوه  زره لسم  فرورۍ مياشتې په اوومه  نيټه د پېښور اوسيدونکى ملک جهانګير سره  واده کړې وو ولې  د واده  نهـ مياشتې وروستو  دواړو  ترمينځه خفګان پيدا شوې وو او غزاله جاويد د ملک جهانګير نه  طلاق ترلاسه کولو لپاره  مقامى عدالت کښې درخواست جمع کړې وودغه  شان  د دواړو ښځه خاوند ترمينځه  طلاق  د تير کال دسمبر په څلورمه  نيټه  شوې وو د خاوند نه  طلاق اخستو وروستو  غزاله جاويد دوباره  سندرې وئيل شورو کړې وو د حسن او خوږ آواز  دې ميرمنې  يو شمير ايوارډونه هم ترلاسه  کړې وو چې پکښې خېبر ايوارډ او فلم فيئر  ايوارډ شامل  دي  ياده دې وى چې د غزاله جاويد او خېبرټى وى ترمينځه  پخه رشته قائمه وه  او د خېبرټى وى لپاره ئې يو شمير پروګرامونه هم کړې وو 

 

updated 11 months, 10 days ago

Comments

    Viewers Commnets are welcomed

Write A Comment

Note: Khyber News TV encourage you to add a comment to this discussion. Khyber News management has right to edit or remove questionable and off topic comments

Khyber News TV is not responsible for user comments

Election 2013
Election 2013 Result
Live TV Khyber News LiveKhyber Tv Live
Press Club
akhbar-e-khyber